ژبه

له فساد سره دافغان حکومت مبارزه له سترو ننګونو سره مخ ده

 

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٧) : د افغانستان د بيارغونې په اړه د امريکا د څار اداره سيګار وايي چې له فساد سره د افغان حکومت مبارزه له ننګونو سره مخ ده.

ددغې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان دولت د فساد د مخنیوي لپاره د خپلې ستراتېژۍ پلي کولو بشپړه وړتیا نه لري  او په دې برخه کې نیمګړتیاوې شته.

سرچينې زياته کړې، د فساد د ختمولو لپاره د افغان دولت د اوږدمهاله ژمنتیا په اړه هم يو شمېر پوښتنې شته.

سيګار دغه څرګندونې په هغه راپور کې کړې دي چې دامريکا د کانګريس په غوښتنه يې چمتو کړى دى.

په راپور کې راغلي، د فساد د مخنیوي لپاره د افغان دولت تګلاره مثبته ده، خو یو شمېر نیمګړتیاوې لري او پر ځینو نړیوالو معیارونو هم برابره نه ده.

سرچينې زياته کړې، په دې ستراتېژۍ کې د افغان دولت پنځلسو وزارتونو ته ډېر پام شوی، خو د تر ټولو لوی، یعنی د دفاع وزارت رول په کې ناڅرګند دی.

سیګار وایي، د فساد پر ضد د افغان دولت په ستراتېژۍ کې ۶۶ اساسي موخې په ګوته شوې، خو په دې برخه کې د پرمختګ د ارزونې لپاره مناسب مېکانیزم نشته.

په راپور کې ويل شوي، افغان دولت په خپلو ادارو کې تر یوه بریده د فساد مخنیوی کړی، خو اوږدمهاله او اساسي بدلون یوازې هغه وخت رامنځته کېدلی شي چې دولت له فساد سره په مبارزه کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.

د سيګار په راپور کې سپارښتنه شوې چې افغان دولت باید د هغو کسانو امنیت خوندي کړي چې د فساد قضیې افشا کوي، اصلاحات رامنځته کوي او د خپلو هغو مامورینو پر ضد هم باید اقدام وکړي چې اصول تر پښو لاندې کوي.

د سرچينې په وينا، افغان دولت دا مهال د فساد د مخنیوي په برخه کې له يو شمېر لویو ننګونو سره مخ دی، په دې برخه کې رامنځته شوې ادارې کافي اندازه امکانات، وړتیا او امنیت نه لري، د ځانګړو پلټونکو ادارو او د لویې څارنوالۍ واک او مسولیتونه روښانه نه دي او دوی ډېر کله د یو بل په چارو کې مداخله کوي.

د سرچينې په وينا، بله ننګونه دا ده چې قانون پلې کوونکې ادارې ډېر کله له زورواکو کسانو پلټنې نه کوي، محکمې ته یې نه راکاږي او سزا نه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع