ژبه

ولسمشر د روژې له ٢٧مې څخه د اختر تر پنځمې اور بند اعلان کړ

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې په ټول هېواد کې اور بند اعلان کړ.

ولسمشر اشرف غني دغه اعلان نن د غبرګولي په ١٧مه،د ارګ له فيسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خپور شوي پيغام کې وکړ.

هغه لومړى ټولو هېوادوالو ته سلامونه او نيکې وړاندې کړې او ددوى د عبادتونو د قبلېدو دعا يې کړې ده.

ولسمشر غني وويل، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمان کابل کې راټول شوي وو او د يوې لويې درې زره کسيزې غونډې په ترڅ کې يې په هېواد کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې ناروا وبلل.

هغه زياته کړه، د افغانستان دولت د هېواد د علماوو د دغې متفقې فتوا له اعلان  وروسته، نه يواځې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ وکړ، بلکې د هېواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پیشنهاد څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.

ولسمشر غني وويل : ((په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عين وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکوم، چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول يرغليز عملیات ودروي.))

خو هغه زياته کړه، د داعش، القاعدې او نورو نړيوالو ترهګريزو شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.

د هغه په وينا، په راتلونکې اوونۍ کې به په يوه لويه غونډه کې د اوربند نور جزيیات په ډاګه شي.

ولسمشر د هېواد ټولو وسله والو ځواکونو ته هدايت کړى چې د خلکو دامنيت او له هېواد څخه ددفاع په موخه هر ډول بريدونو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو واوسي.

هغه ويلي چې دا پرېکړه يې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو دسرښندنو او د جيدو علماوو د متفقې فتوا په پايله کې کړې ده .

login or register a new account.