ژبه

ناټو به تر ۲۰۲۴ کاله پورې دافغان ځواکونو مالي ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۷) : د ناټو سازمان به د ۲۰۲۴ زیږدیز کاله پورې د افغان ملي دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغبرګولي  په ۱۸مه، دبلجیم په پلازمینه بروکسل کې د دغه سازمان ددفاع وزیرانو د غونډې په دویم ورځ دافغانستان په اړه تر ځآنګړې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

په دې ځانګړې غونډه کې د ناټو سازمان د ۲۹ غړو هیوادونو ترڅنګ دغوڅ ملاتړ ماموریت د ۱۲ غړو هیوادونو، دافغانستان ددفاع وزیر، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د ناټو  ملکي استازی، د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحاديې استازو هم ګډون کړي وو.

د ناټو سرمنشي وویل، چې په دې ځانګړې غونډه کې دافغانستان وروستي امنیتي حالات ، د ناټو د روزنې ماموریت او د افغان سولې پروسه واروزل شوه.

هغه زیاته کړه، غړو هیوادونو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو سرتیرو شمیره زیاتوي.

جینز سټولټنبرګ وایي : (( تر نننیو بحثونو وروسته زه ډاډه یم، چې دراتلونکې میاشتې په سرمشریزه غونډه کې به دافغان ځواکونو مالي ملاتړتر ۲۰۲۴ زیږدیز کاله پورې وغځول شی.))

د هغه په وینا، د ناټو قوي ملاتړ او ژمنتیا سره سره اوس هم په افغانستان کې سترې ننګونې شته، عام ملکي خلک په نښه کیږي او تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

د ناټو سرمنشي وویل، چې د ننګونو سره سره افغان ملي دفاعي ځواکونه ډیر خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي او دټولو امنیتي چارو مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه،چې دافغان ځانګړو ځواکونو او هوایي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او طالبانوته یې اجازه نه ده ورکړې، چې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.

د هغه په وینا، د ناټو موخه داده، چې افغان ځواکونه پیاوړي شي او داسې فضا رامنځته کړي چې د افغان شخړې یوه سیاسي حل لاره رامنځته کړي.

جینز سټولټنبرګ وسله والو طالبانوته د افغان ولسمشر دسولې د وړاندیز هرکلی او ستاینه وکړه او ویې ویل چې راتلونکې ټاکنې به دافغانانو برخلیک لپاره مهم رول ولوبوي.

login or register a new account.