ژبه

ايران ٥٠٠ افغان بنديان افغان حکومت ته سپاري

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): ايران ويلي چې ډېر ژر به د دغه هېواد له زندانونو څخه ٥٠٠ افغان بنديان خپل هېواد ته واستوي.

ايراني رسنۍ (مهر) د غبرګولي په ١٩مه خبر ورکړى چې دغه څرګندونې د ايران د عدليې وزارت اړوند د بشري حقوقو او نړيوالو چارو مرستيال وزير محمد عباسي نن خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې ياد افغان بنديان به ډېر ژر افغان چارواکو ته وسپارل شي، څو دغه هېواد ته ولېـږدول شي، خو کره نېټه يې نه ده په ډاګه کړې.

دغه ايراني چارواکي وايي چې د روان کال له پيله راهيسې سلګونه ايراني بنديان د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو څخه دوى ته سپارل شوي دي.

د عباسي په وينا، د بنديانو لېږدول له اړوندو هېوادونو سره د ايران د تړونونو له مخې ترسره کېـږي.

د يادونې ده، په ايران کې اوس هم تر يو ميليون زيات افغان کډوال مېشت دي او زرګونه افغانان په بېلابېلو جرمونو د دغه هېواد په زندانونو کې پراته دي.

login or register a new account.

ورته موضوع