ژبه

“د اوربند اعلان د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنتیا څرګندوي”

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د امريکا د دفاع وزير وايي چې د اوربند په اړه د ولسمشر غني اعلان د سولې په اړه د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ژمنتيا څرګندوي.

د امريکا دفاع وزير جيمز ماټیس دغه څرګندونې تېر ماخوستن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دغه کنفرانس کې د امريکا په ګډون ټولو غړو هېوادونو او متحدينو له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنې تازه کړې.

نوموړي وويل چې د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې تګلاره د سولې او ثبات پر لور هڅې ګړندۍ کړې دي.

د امريکا د دفاع وزير وويل چې د نورو تر څنګ هندوستان هم له افغانستان سره مالي او پوځي مرستې زياتې کړې دي.

جيمز ماټيس وايي چې افغان ملي ځواکونه په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دي او شپږ واړه قول اردو ګانې يې د خپل هېواد په دفاع او د خلکو د امنيت په خوندي کولو کې مثبت رول لوبوي.

هغه له وسله والو طالبانو سره د لنډمهال اوربند په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني د اعلان هرکلى کړی او ويلي یې دي چې دا په افغانستان کې د تاوتريخوالي او جګړو ختمولو لپاره يوه ښه پيلامه ده.

د هغه په وينا، د اشرف غني دغه اعلان  د افغان حکومت، د ناټو سازمان او متحدينو له خوا نړيوالو ته پيغام ورکړل شو چې دوى سولې ته ژمن دي.

هغه زياته کړه چې امريکا او متحدين به يې په ټوله نړۍ کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې او جګړې ته دوام ورکوي.

login or register a new account.