ژبه

نيکولسن: د ټرمپ ستراتيژي په افغانستان او سيمه کې د (لوبې بدلوونکې) ده

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتيژي په افغانستان او سيمه کې د (لوبې بدلوونکې) وبلله.

د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن دغه څرګندونې تېر ماخوستن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زياته کړه چې افغان ځواکونه خپله قوت کاروي، ناټو ورته روزنه او مشوره ورکوي او د افغان ولس د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د ملاتړ اراده څرګنده کړې ده.

نوموړي د افغان ولسمشر د هغې پرېکړې هرکلى او ستاينه وکړه چې د روژې له ٢٧مې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې يې له طالبانو سره اوربند اعلان کړى دى.

د جنرال نيکولسن په وينا، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دا د ولسمشر غني ډېر مهم او پر ځاى اقدام وباله.

هغه وويل چې د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتيژي په افغانستان او سيمه کې د (لوبې بدلوونکې) ده.

ده زياته کړه چې د دې ستراتيژۍ موخه مصالحه ده او په ډېره ښه توګه پر مخ روانه ده.

د ناټو قوماندان وايي، د روان زېـږديز کال له فبرورۍ تر اپرېل مياشتو پورې د پنځو کلونو مخکې په پرتله د تاوتريخوالي کچه ٣٠ سلنه ټيټه شوې ده، خو کله چې طالبانو د اپرېل په ٢٥مه پسرلني عمليات اعلان کړل نو تاوتريخوالى بېرته زيات شو.

که څه هم په افغانستان کې تاوتريخوالى روان دى، جنرال نيکولسن وايي چې په افغانستان کې اوس د (جګړې او خبرو) پروسه روانه ده.

د ناټو قوماندان وايي چې همدغه حالت پخوا په شمالي ايرلينډ او کولمبيا هېوادونو کې هم ترسره شوى دى، خو د تاوتريخوالي کړنې ډېرې اغېزمنې نه وې ثابت شوې.

هغه زياتوي: ((طالبان اوس د سيمو د نيولو هڅې نه کوي، هغوی غواړي چې زياته مرګ ژوبله واړوي او د رسنيو پاملرنه ځان ته راجلب کړي.))

نوموړي وويل چې د افغانستان شپږ واړه قول اردوګانې يرغليز عمليات ترسره کړي او د طالبانو ٨٠ سلنه بريدونه يې پر شا تمبولي او خپلې سيمې يې په څو ساعتونو او ورځو کې بېرته ترلاسه کړې دي.

login or register a new account.