کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): پاکستان د افغانستان پر ځينو تازه او وچو مېوو لګېدلي ځيني بندیزونه لرې کړي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د پخواني لومړي وزير شاهد خاقان عباسي له خوا د افغانستان له سوداګرۍ وزير سره د شوې ژمنې له مخې شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې تېره مياشت د افغانستان د سوداګرۍ وزير پاکستان ته د سفر پر مهال په دې اړه له ځايي چارواکو غوښتنه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان حکومت پر يو شمېر افغان وارداتي توکو يو ډول بنديزونه لګولي او ماليه يې زياته کړې وه.
خو سرچينې ويلي چې اوس د نوې پرېکړې له مخې، سر له پرونه بنديزونه لرې شوي چې په کې انګور (وچه او لمده) انار، زردالو (وچه او لمده) هندواڼې، خربوزې، بادرنګ، د اچارو بادرنګ، عناب (تازه او وچه) او انځر شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې دا پرېکړه سر له پرونه عملي شوې ده.
login or register a new account.