ګردېز (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د پکتيا خلک د ولسمشر غني له خوا د جګړې لنډمهال اوربند مثبت اقدام بولي او د وسله والو طالبانو له خوا بیا ورته اقدام سولې ته هيله من کړي دي.
د دوی له ډلې ګڼ ځوانان چې د سولې په پرلت خېمه کې راټول شوي، له وسله والو طالبانو وغوښتل چې خپل ځانګړي استازي وټاکي او له حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې وکړي.
د پرلت يو تنظيموونکی احسان الله احسان ټينګار کوي چې د سولې د مخامخ خبرو له لارې ډېری شکونه له منځه ځي او څرګنده به شي چې د جګړې د دوام عوامل او حل لارې څه دي.
احسان وايي چې اوسمهال د سولې غوره فرصت دی او دواړه غاړې بايد شوی اوربند تر هغه وغځوي، څو د خبرو له لارې يوې سالمې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي وويل: ((په همدې ورځو کې دې خبرې او دلايل وويل شي او ابهامونه دې له منځه يووړل شي. فرض مثال دولت وايي که زه امريکا وباسم اوس څه باور دی چې طالبان به جنګ نه کوي؛ ځکه موږ دا ترخه تجربه د مجاهدينو په وخت کې تجربه کړې او طالبان وايي چې امريکا دې بې قيده او شرطه ووځي، نو د دې شکونو ختمولو لپاره اوربند ښه چانس دی.))
دغه راز د پرلت بل غړي فريد احمد تسکين وويل چې وسله وال طالبان هم له جګړې ستړي او دا د ازمايښت وخت دی چې بايد ولس ته ځان ثابت کړي.
تسکين وويل: ((پر طالبانو غږ کوو چې اوس خو تاسو ته معلومه شوه چې دا اقتصادي جګړه ده او لوی اقتصادي هېوادونه او سازمانونه د خپلو ګټو لپاره نه غواړي جګړه ودرېږي. ولس له هغه چا سر دی چې د سولې غږ بدرګه کوي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې د باور فضا د ساتلو او سولې ته د نږدې کېدو لپاره د افغان ځواکونو سربېره بايد بهرني ځواکونه هم شوی اوربند په کلکه مراعات کړي.
قادري وويل: ((مخالفينو باندې غږ کوو چې درېيمګړی له منځه وباسي او له افغان حکومت سره مخامخ کېني او له سولې وروسته بهرنيو ځواکونو ته په ګډه د وتلو يو مهالوېش وټاکي او د هغوی دا بهانه ختمه کړي چې وايي موږ دلته په دې خاطر پراته يو چې په افغانستان کې جنګ، دهشت او تروريستي ډلې دي او افغان حکومت ته ګواښ پېښوي.))
همدارنګه د پکتيا پوهنتون استاد خالد حبيب د سولې ولسي حرکتونه ګټور بولي او له ځوانانو غواړي چې په خپلو سيمو کې د سولې حرکتونه زيات او دا غږ لا ډېر پورته کړي.
حبيب وويل: ((فکر مه کوئ چې پنځلس، شل ملګري راټولېږو، نو په شل ملګرو به چېرته سوله راشي؟ دا شل ملګري په شل کليو کې سوله راوستلی شي، دا شل ملګري د شلو کليو له مشرانو، د شل کليو له علماوو او د شلو کليو له ځوانانو نه دا غوښتنه کولی شي چې که د حکومت تر څنګ نه درېږئ يا د سولې دا غږ نه شي راسره بدرګه کولی، لږ تر لږه د سولې لپاره دې ښه نيت ولري.))
د کوچني اختر شپو ورځو کې د جګړې د اوربند په اړه د ولسمشر اشرف غني اعلان او د وسله والو له خوا هم ورته اقدام خلک سولې ته هيله من کړي او وايي چې دغه فرصت بايد وساتل شي او شوی اوربند دايمي شي.
login or register a new account.