تعقيبي- ګردېز (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې یو کس وژلی او د پنځو نجونو په ګډون یې اووه کسان ټپيان کړي دي.
امنيتي مسوولين وايي چې چاودونه د ښار په منځ کې پخوانۍ امنيې قوماندانۍ ته څېرمه شوې ده.
دغه سيمه ګڼه ګوڼه لري او د چاودنې ځای ته نږدې د زده کړو يو عمومي مرکز هم دی.
پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ نيمې بجې وشوه.
هغه وايي چې د عمومي سړک په ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې چې يو پوليس او د ښوونځي دوه نجونې او يو هلک په کې ټپيان شوي دي.
خو د پکتيا د حوزوي روغتون يوه ډاکتر ابراهيم خان پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه د يو ماشوم مړی او اووه ټپيان ور وړل شوي چې پنځه تنه يې نجونې او دوه نور هلکان دي.
د نوموړي په خبره چې ټپيان ډېری د ښوونځي زده کوونکي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.