کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٧) : د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده کمپنۍ سيمه کې ديوې چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د مقناطيسي ماين دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو د کمپنۍ په بازار کې وشوه.
هغه زياته کړه،د چاودنې له امله درې ملکي وګړي او دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.
د ستانکزي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
د زين الله په نامه د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه په بازار کې د سړک په منځ کې شوې او رېنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
هغه وايي،د چاودنې له امله يو شمېر کسان روغتون ته لېږدول شوي، خو دا معلومات يې نه درلودل چې مړه وو او که ټپيان.
ددې چاونې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې دچسپکي ماينونو چاودنې او لاسي بمونو غورځولو پېښې زياتې شوې دي.
login or register a new account.