ژبه

ناټو د طالبانو د لنډمهاله اوربند هرکلى وکړ

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٧) : د ناټو سازمان د وسله والو طالبانو له خوا د اعلان شوي لنډ مهاله  اوربند هرکلى کړى دى.

د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوربند تر اعلان وروسته، وسله والو طالبانو هم پرون د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى، خو بهرني ځواکونه يې ترې مستثنى کړي دي.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړى، خو داعش، القاعده او نورې نړيوالې ترهګرې ډلې يې ترې مستثنى ګرځولې دي.  

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په خپل يو تازه پيغام کې د طالبانو د لنډمهاله اور بند هرکلى کړى دى.

هغه زياته کړې چې د دواړو لوريو د اوربند پرېکړه به دافغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره هم ګټوره ثابته شي.

د ناټو سرمنشي ويلي،د سولې او ملي پخلاينې لپاره ناټو سازمان له افغانانو سره ولاړ دى او له ټولو هڅو يې ملاتړ کوي.

login or register a new account.