کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٧) : پاکستان او هندوستان د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان د هرکلي ترڅنګ ملاتړ هم ترى وکړ.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د ولسمشر غني د هغې پرېکړه ستاينه وکړه چې له وسله والو طالبانو سره يې د اوربند اعلان کړى دى.
مودي دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ٣٠مه، د چين په قينګداو ښار کې د شانګهاى همکاريو سازمان سرمشريزې غونډې ته په خپلې وينا کې وکړې.
نوموړي دغه اقدام د افغانستان د تلپاتې سولې او پخلاينې لپاره مهم وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د شخړې ټولې خواوې ورته درناوى ولري.
د هند لومړي وزير وويل، هېواد يې د شانګهاى سازمان تر چتر لاندې د تماس ګروپ په غونډو او ناستو کې د افغانستان په اړه مهم رول لوبوي.
هغه زياته کړه : (( افغانستان دترهګرۍ او سخت دريځۍ له لوري ځپل شوې يوه بدبخته بېلګه ده.))
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين هم يادې غونډې ته په خپله وينا کې د اوربند په اړه دافغان ولسمشر او وسله والو طالبانو د پرېکړو ملاتړ او ستاينه وکړه.
هغه زياته کړه،په افغانستان کې سولې او ثبات د ټولو هيله ده او پاکستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
د پاکستان ولسمشر د شانګهاى سازمان تر چتر لاندې د افغانستان د تماس ګروپ پر جوړولو خوښي څرګنده کړه.
نوموړي وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د مبارزې لپاره بايد د شانګهاى سازمان له خوا يوه پرمختيايي صندوق جوړ شي.
login or register a new account.