کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٧): د افغانستان د حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره اعلان شوى اور بند نن په داسې حال کې پيل شو چې طالبانو په يو شمېر ولايتونو کې بريدونه کړي دي.
ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د روژې د مبارکې مياشتې له اوويشتمې نېټې څخه د اختر تر پنـځمې نيټې پورې له طالبانو سره د يو اړخيزه اوربند اعلان کړى و.
د ولسمشر تر اعلان وروسته طالبانو هم د اختر په درېيو ورځو کې له حکومت سره اوربند اعلان کړ، خو بهرني ځواکونه يې ترې مستثنى وبلل .
نن د روژې په ٢٧مه، د حکومت له خوا په ټول هېوادکې اوربند پيل شوى، خو د ولسمشر له اعلان سره سم که طالبان پر دولتي ځواکونه بريد کوي، دوى به يې ځواب ورکوي.
د اوربند له پيلېدو سره وسله والو طالبانو په فارياب کې د کوهستان د ولسوال په ګډون اته سرتېري ووژل شول او د يادې ولسوالۍ مرکز يې هم نيولى دى.
دغه راز طالبانو په غزني، سرپل او پکتيا ولايتونو کې هم پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي او مرګ ژبله يې ورته اړولې ده.
د ولسمشر له خوا د اوربند له اعلان وروسته د دفاع اوکورنيو چارو وزارتونو وويل چې د ولسمشر له امر سره سم له طالبانو سره لنډمهالي اوربند ته ژمن دي او په ټاکل شوې موده کې به افغان ځواکونه څو چې پرې بريد و نه شي، جګړه ييز عمليات ترسره نه کړي.
د هېواد لوی درستيز سترجنرال محمد شریف یفتلي ويلى چې په هېواد کې د طالبانو جګړه ناروا او ورور وژنه ده او د افغانستان ملي اردو د ولسمشر فرمان پر اساس په یاده موده کې اوربند مراعتوي.
خو نوموړي زیاته کړه: ((اوربند په دې معنا نه دی چې موږ د وسله والو مخالفینو د بريدونو په وړاندې چوپ پاتې شو، موږ په دفاعي حالت کې یو او د هغوی بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدو.))
د کورنیو چارو وزارت ستر امنيتى مرستیال جنرال اختر ابراهیمي د سولې پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل چې د طالبانو له لوري د جګړې دوام، نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو ته د جګړې پلمه برابره کړې ده.
ابراهیمي زیاته کړه: ((موږ د دولت په توګه مسوولیت لرو، هغه طالبان چې د افغاني تابعیت تذکره لري، په دې پوه کړو چې افغان دولت مشروع او عادلانه دریځ لري او څوک چې د دولت پر وړاندې جګړه کوي، دریځ یې مشروع او عادلانه نه دی.))
د کورنیو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال زیاته کړه چې دولت د دې اوربند په عملي کېدو سره غواړي څو دا په ډاګه کړي چې هېڅکله نه غواړي ملت یې په جګړه اخته وي او خپل ولس ته د سولې او امنیت غوښتنه کوي.
login or register a new account.