ژبه

ولسمشر: ناټو افغان هوايي ځواک ته ٥٠ چورلکې ورکوي

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٧) : ولسمشر غني وايي چې ډېر ژر به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د افغانستان هوايي ځواک ته ٥٠ نورې چورلکې ورکړي.

له ارګ څخه دغبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال پرون ناوخته د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره وکتل.  

سرچينې زياته کړې، د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېري کمال الدین، بریدمل عبدالکریم او د هوایي لوا ډګروال عبدالبصیر پیلوټ  د یادې قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو په استازیتوب د جلاکتنو پرمهال هغوى د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ملاتړ، د سرتېرو د لا ښه تمویل، تجهیز، د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا، د سرتېرو د معاشونو، امتیازاتو، اعاشې او ترفیعاتو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شريک کړل.

ولسمشر غني د ۲۰۵ اتل قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د قربانیو او هلو ځلو له امله له یادو منسوبینو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرئت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.

هغه زياته کړه، ستاسو له برکته د افغانستان بقا تامین شوې، تاسو زما او د ټولو افغانانو ویاړ یاست. هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د غوڅ ملاتړ ماموریت پنځوس هلیکوپترې د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړي او نورې ستونزې به هم په اساسي توګه حل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز  د ۲۰۵ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او د یادې قول اردو منسوبینو او سرتېرو هم ګډون درلود، وینا وکړه.

ولسمشر غني وویل، یو شمېر ځوانانو په سختو شرایطو کې هېواد پرېښود، خو تاسو د هېواد د فاع سنګر، ابرو او عزت وساته او له همدې امله د افغانستان خلک او اعلی سرقوماندان پرتاسو ټولو ویاړي، ځکه چې تاسو د نن زمانې اتلان یاست.

هغه د هوایي ځواک د مسوولینو او پیلوټانو خدمت او هلې ځلې وستایلې او دا یې له هېواد سره د دوی اخلاقي تعهد وباله.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونومسوولینو ته د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د ترفیع، امتیازاتو او نورو اړوندو ستونزو د حل لارښوونه وکړه.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د ۲۰۵ اتل قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو څخه له دې امله مننه وکړه چې له ده سره په جلا کتنو کې یې شخصي نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او د هوایي ځواکونو د لا پیاوړتیا غوښتنې وکړې چې دا ستاسو وطن پالنه او له هېواد سره ژمنتیا ده.

محمد اشرف غني وویل، یو ځل بیا په هېواد کې د سولې او امید فضا د برابرولو لپاره خرقه شریفه د درېیم ځل لپاره له ځانګړي صندوق څخه را ووېستل شوه.

login or register a new account.