کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): د طالبانو د ملا رسول ډلې اوربند ته د هرکلي تر څنګ ويلي چې د هېواد له لويو پروژو ساتنه مو په لومړيتوبونو کې ده.
د طالبانو د ملا رسول ډلې (د اسلامي امارت عالي شورا) مشر ملا محمد رسول دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه په دغه پيغام کې ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او د روژې په مبارکه مياشت کې د عباداتو قبلېدو دعا کړې ده.
ملا رسول په هېواد کې روانه جګړه او د بهرنيو ځواکونو شتون غندلى او زياته کړې یې ده چې د جګړې قربانيان يواځې عام افغانان دي.
د نوموړي په وينا، د نړۍ ستر قوتونه د افغانستان په خاوره کې زور ازموينه کوي.
ملا رسول د اسلامي هېوادونو له سازمان څخه غوښتي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي په دغه پيغام کې پر هغو هېوادونو او استخباراتي کړيو غږ کړى چې د نورو هېوادونو جګړو ته دې افغانان نه لېږي.
هغه د کوم هېواد نوم نه دى اخيستى، خو په دې وروستيو کې د ايران له خوا يو شمېر افغانان د سوريې او عراق جګړو ته لېږل شوي دي.
ملا رسول د اختر په ورځو کې د ښکېلو اړخونو د اوربند هرکلى کړى او ټولو هېوادوالو ته يې د دغه اوربند مبارکي ورکړې ده.
نوموړي د خپلې ډلې وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د بې ګناه عامو انسانانو له وژنو او ځورونو ځان وژغوري.
ده زياته کړې: ((د افغانستان له ملي نواميسو دفاع پر موږ واجب ده، اسلاميت او افغانيت راته سره کرښه ده، کله به هم په دغه مورد معامله ونه کړو.))
نوموړي دغه راز د هېواد له اساسي پروژو لکه ټاپي، کاسا يک هزار، د برېښنا او لويو لارو د پروژو ساتنه يې په لومړيتوبونو کې ده.