ژبه

​د ملي دفاع وزارت ځینو منسوبینو ترفیع وکړه

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت يو شمېر منسوبينو ترفېع وکړه.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د څو افسرانو د ترفېع په مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ هم حضور درلود، د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د ملي دفاع وزارت د یو شمېر افسرانو د ترفېع په اړه د جمهور ريیس حکمونه ولوستل.

سرچينه زياتوي، په دوو جلا حکمونو کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت د پیشنهاد او وطن ته د خدمت، د امنیت د تامین، د حاکمیت د ټینګښت او د دښمن پر ضد د مبارزې په برخه کې د ملي دفاع وزارت د ۲۳ تنو افسرانو ښو او ارزښتناکو خدمتونو ته د درناوي پر اساس د هغوی د رتبو ترفېع منظور ده.

ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ۹ برید جنرالانو ته د تورن جنرالۍ او څوارلس ډګروالانو ته د برید جنرالۍ ربته ورکړه.

نوموړي هغو افسرانو ته د مبارکۍ په ترڅ کې چې ترفېع یې کړې، له ملي دفاع وزارت څخه د شفافې پروسې او د افسرانو د انتخاب له امله مننه وکړه.

هغه د ملي دفاع وزارت منسوبینو ته په خطاب کې وویل: "تاسو په خپل شجاعت او قربانۍ سره د هغوی منطق چې څلور کاله وړاندې په دې نظر و چې د افغانستان اردو له دښمن سره د مقابلې او د وطن ساتنې توانایي نه لري، برعکس ثابت کړ."

هغه زیاته کړه، ستاسو اتلوالي او فعالیتونه د دې لامل شول چې موږ د قدرت له موقف څخه اوربند اعلان کړو او موږ د داسې سولې غوښتونکي یو چې زموږ د وسله والو ځواکونو ملي والی او مسلکي والی په کې تامین وي.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر ستر جنرال طارق شاه بهرامي خبرې وکړې او د وسله والو ځواکونو د مواظبت، هغوی ته د رسېدنې او هڅونې په برخه کې یې د ولسمشر قدرداني وکړه او وئې ویل، زموږ تمرکز په مقدسه دفاع، د څلورکلن امنیتي پلان پر تطبیق او ملي اردو کې د اصلاحاتو پر درې شاخصونو استوار دی.

هغه زیاته کړه، په درېیو یادو شاخصونو کې ملي دفاع وزارت پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري او ډاډ یې ورکړ چې وسله وال ځواکونه د خدای، هېواد او دندې تر شعار لاندې په صداقت او مېړانه قربانۍ ته چمتو دي.

login or register a new account.