کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دې اعلان شوی اوربند مراعات کړي.
د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او د يوناما دفتر مشر تاداميچي ياماموتو د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړې، د تاریخي اوربند له اعلانېدو سره به په ټول هېواد کې افغان کورنۍ وکولای شي د اختر په ورځو کې په سوله ییزه ډول سره راټول شي، کوم چې د اوس لپاره د جګړې لنډمهاله توقف دی.
دى وايي: ((زه د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړم چې اوربند مراعات کړي او د تفکر، زغم او پیوستون د دې شېبو احترام وساتي.))
نوموړي هيله څرګنده کړې چې د کوچني اختر په مناسبت د پیوستون رامنځته شوی حس په راتلونکي کې هم دوام وکړي، د اوربند د پراختیا زمینه برابره او هغه سوله له ځان سره ولري چې افغانان یې غواړي او حقدار یې دي.
د امریکا سفیر جان باس هم افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده.
هغه هيله څرګنده کړې چې د سږ کال روژه افغانانو ته خوښي او سوکالي ورپه برخه کړي.
login or register a new account.