کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۷) : وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د پیل شوي درې ورځني اوربند د پای د نیولو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.
ولسمشر اشرف غني د روژې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نیټې پورې د یو اړخیزه اوربند اعلان کړی و، چې وروسته طالبانو هم داختر په لومړیو دريو ورخو کې د اوربند اعلان وکړ.
د اختر په لومړیو دریو ورځو کې د هیواد له هیڅ یوې برخې څخه دنا امنیو خبرونه نه وو،خو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې لخوا دوه خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
ولسمشر اشرف غني پرون له طالبانو سره اوربند وغځولو، خو طالبانو نن د خپل اوربند د پای اعلان وکړ.
دطالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې لپاره چې هېوادوال د اختر مراسم په ښه او آسانه توګه تر سره کړي دوی په ټول هیواد کې د ۳ ورځو لپاره اوربند اعلان او په بریالیتوب سره پلی کړ،.
سرچینې زیاته کړې، چې دا اوربند د کابل ادارې داوربند په مقابل کې نه ، بلکې د ولس د هوسایۍ په خاطر اعلان شوی چې نن ماښام یاد اوربند پای ته ورسیدول.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې خپلو ټولو وسله والو امر کړی، چې د بهرنیو ځواکونو او دولتي ځواکونو پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکړي.
login or register a new account.