ژبه

د حنيف اتمر په مشرۍ افغان پلاوى بيا اسلام اباد ته لاړ

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٧): د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ لوړپوړى افغان پلاوى يو ځل بيا اسلام اباد ته لاړ.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د غبرګولي په ٢٩مه، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې په دې سفر کې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى هم ملتيا کوي.

هغه زياته کړې چې دوى له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره د سولې او اوربند پر موضوعاتو خبرې کوي.

پاکستان ته تر سفر مخکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار سره په ټيلېفوني اړيکه کې پر سولې او اوربند هم خبرې کړې وې.

login or register a new account.