ژبه

سعودي د جګړې ختمولو او اوربند په اړه د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ

کابل (پژواک،٢٩ غبرګولى ٩٧): سعودي عربستان د جګړې په ختمولو او د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت له هڅو څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه د غبرګولي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار محمد صالح الغفيلي سره د ټيلېفون پر کرښه خبرې وکړې.

هغه زياته کړه،په دې دوه اړخيزو خبرو کې دواړو لورو د افغانستان، سعودي عربستان، امريکا متحده ايالاتو او عربي متحده اماراتو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه د سولې او همکاريو په موخه د څلور اړخيز مکانيزم د پرېکړو پر تطبيق او د همکاريو پر بهبود خبرې وکړې.

د يادونې ده چې د يادو څلورو واړو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو لومړۍ ناسته څو مياشتې مخکې په واشنګټن کې شوې وه.

قادرشاه وايي،د سعودي او افغانستان د ملي امنيت سلاکارانو په دې اړيکه کې ټينګار وکړ، چې رامنځته شوى څلور اړخيز مکانيزم د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره مهم دی او د دې مېکانيزم د پلان او برنامې په پرمختګ او پراختيا يې د پام وړ بحث وکړ.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار صالح الغفيلي ته د افغان حکومت له خوا د دايمي سولې او ثبات په موخه د اعلان شوي اوربند په اړه معلومات ورکړل او په سيمه کې يې د سولې د ټينګښت لپاره د افغان حکومت کلکه اراده او برنامې مهمې وبللې.

الغفيلي د ناروا جنګ او د وينې توېيدو د مخنيوي په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستايلې او دا يې د ټول اسلامي امت د ښيرازۍ په لاره کې نه هېرېدونکې قربانۍ يادې کړې.

نوموړي د سعودي عربستان د سياسي مشرتابه په استازيتوب د افغان حکومت له خوا د اوربند له اعلان څخه ملاتړ وکړ او افغان لور ته يې ډاډ ورکړ چې حکومت به يې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

سرچينه کاږي، په دې ټيلېفوني اړيکه کې پر يو لړ نورو سيمه ييزو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

login or register a new account.