ژبه

ناټو او اسلامي کنفرانس پر افغان شخړې او سولې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٧) : د ناټو او اسلامي هېوادونو سازمان سفيرانو د افغانستان د سولې او پخلاينې پر هڅو خبرې وکړې.

په کابل کې د ناټو سازمان ملکي استازي کورنيليوز زميرمان د غبرګولي په ٢٩مه،په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په کابل کې يې د اسلامي هېوادونو سازمان له سفير حسين اونی بتساني سره وليدل.

هغه زياته کړې چې د اسلامي کنفرانس له سفير سره يې د افغانستان پر سولې او ملي پخلاينې پروسې خبرې وکړې.

نوموړي دغه راز ويلي چې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګونو يې هم بحثونه کړل دي.

د يادونې ده، دا لومړى ځل دى چې په کابل کې د ناټو او اسلامي کنفرانس سفيران پر افغان شخړې خبرې کوي.

login or register a new account.