ژبه

جنرال مېلر: پاکستان، روسيه او ايران له افغان طالبانو سره دوامداره مرستې کوي

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٧) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي نومول شوى قوماندان وايي چې افغان شخړه يواځې له نظامي لارې نه هوارېږي، بلکې بايدله ديپلوماتيکو او ټولنيزو لارو هم هڅې وشي.

جنرال اسټن مېلر دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.

نوموړى څه موده مخکې دامريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جنرال نېکولسن پر ځاى په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان په توګه نومول شوى دى، خو د مشرانو جرګې له خوا بايد منظور شي.

هغه د امريکا سناتورانو ته ويلي، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د ماموريت موخه د ترهګرو ډلو ځپل او دټولو متحدينو کورني امنيت خوندي کول دي.

جنرال مېلر له افغانستان څخه له وخته مخکې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا به خرابې پايلې ولري.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې به القاعده او داعش ډلې پياوړې شي او افغانستان به نور هم بې ثباته کړي.

د نوموړي په وينا، د ځواکونو ژر وتلو سره به افغانستان هم د عراق د ٢٠١٥ کال له برخليک سره مخامخ شي، چې دامريکايي ځواکونو وتلو سره دداعش ډله هلته ډېرې سيمې ونيولې.

هغه زياته کړه، پاکستان، روسيه او ايران په دوامداره توګه له افغان طالبانو سره مرستې او همکارۍ کوي.

د امريکايي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان په ډاګه کړه چې افغان او نړيوالو ځواکونو ثابته کړه چې طالبان په جګړه کې بريا نه شي ترلاسه کولى، خو يواځې نظامي فشار د شخړې حل لاره نه ده .

د  جنرال مېلر په وينا، د ديپلوماتيکي او ټولنيزو فشارونو له لارې افغان شخړه هوارېدلى شي.

login or register a new account.