ژبه

“کوم طالبان چې اوربند کې ښارونو ته تللي او عکسونه يې اخيستي نه مجازات کېږي “

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٧) : وسله والو طالبانو ويلي، هغه غړي يې چې د اختر د اوربند پر مهال ښارونو ته تللي او عکسونه يې اخيستي، نه مجازات کېږي.

د حکومت او طالبانو له خوا د کوچني اختر د اوربند پر مهال سلګونه وسله وال طالبان ښارونو ته ورغلل له حکومتي چارواکو، سرتېرو او عامو خلکو سره يې داختر خوښۍ ولمانځلې، عکسونه يې واخيستل او ګډې ناستې يې وکړې.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې طالبانو خپلو هغو وسله والو ته د سزا ورکولو پرېکړه کړې چې ښارونو ته تللي او عکسونه يې اخيستي دي.

خو د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې درې ورځنی اوربند د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د هوساینې لپاره اعلان شوی و چې په ټول هېواد کې طالبانو عملي کړ.

دوى زياته کړې چې که څه هم د اوربند لومړۍ تجربه وه، خو بريالۍ وه، ډېر حقايق يې رابرسېره کړل او ښاريانو د طالبانو تود هرکلى وکړ.

سرچينې زياته کړې : ((کوم طالبان چې د اختر په درېیو ورځو کې د حکومت واک لاندې سیمو ته تللي یا په انځورونو کې د مخالف لوري له عسکرو سره لیدل شوي، موږ یې د هغوی عمدي خطاء نه بولو او اسلامي امارت د هیڅ مجاهد په نیت او اراده باندې شک نه لري.))

طالبانو ويلي، په دې اړه ځېنې حکومتي چارواکي او رسنۍ ناوړه تبليغات کوي، چې ورسره د سولې پر کمزورې هڅو ناړه اغېزه کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي،د طالبانو په تشکیلاتو کې له کوچني اختر څخه څو اوونۍ مخکې له معمول سره بدلونونه راغلي، له اوربند سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې مخکې داسې اوازې چې طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مسوول امير خان متقي له دندې له دې امله لرې کړى، چې ګوندى داوربند په اړه يې طالبانو ته سم معلومات نه و ورکړي او پر ځاى يې وياند ذبيح الله مجاهد ټاکلى دى.

login or register a new account.