ژبه

امنيت شورا: حکومت له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه خبرې نه دي کړي

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٧) : د ملي امنيت شورا وايي چې د افغانستان حکومت له پاکستان سره په وروستيو اړيکو کې دډيورنډ فرضي کرښې په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.

د ملي امنيت شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته  په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نن سهار راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د ډيورنډ د فرضي کرښې په اړه يو جعلي او بې بنسټه خبر لاس په لاس کېږي.

سرچينې زياته کړې، د دې موضوع د روښانتيا په موخه په ډاګه کوي چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په اړه له نوموړي يا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده.

د امنيت شورا ويلي، په ټولنيزو شبکو کې نشر شوی خبر کاملا" بې بنسټه او يوه جعلي پروپاګنډه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع تر دې مهاله په هيڅ کوم مجلس کې نه راپورته شوې او نه هم بايد دا موضوع را پورته شي.

دامنيت شورا ويلي، د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د ملي امنيت دسلاکار په مشرۍ د کورنيو چارو وزير او ملي امنيت د رييس په ګډون يو پلاوي پاکستان ته سفر درلود، خو جزئيات يې نه دي په ډاګه شوي.

login or register a new account.