کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٧) : د سعودي بادشاه سلمان بن عبدالعزيز په افغانستان کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ له دواړو لوريو يې د غځولو غوښتنه کړې ده.
په رياض کې د سعودي عربستان له شاهي ماڼۍ څخه د غبرګولي په ٣١مه،په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بادشاه سلمان بن العزيز د تېر کوچني اختر پر مهال په افغانستان کې له شوي اوربند څخه ډېر خوشحاله شوى دى.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ددې اقدام ستاينه کړې او خپل ملاتړ يې ترې څرګند کړى دى.
د سعودي عربستان بادشاه هيله څرګنده کړې چې دواړه لوري به دا اوربند د اوږدې مودې لپاره وغځوي، څو دواړه خواوې د سولې لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي .
شاه سلمان ويلي چې افغانان له اوږدې مودې راهيسې له جګړو او وحشتونو څخه ځورېدلي، خو له اسلامي نړۍ سره به په ګډه د افغانانو د سولې، ملي پخلاينې، هوساينې او ښې راتلونکې لپاره کار کوي.
هغه زياته کړې، د مسلمانانو او وروڼو ترمنځ پخلاينه د اسلام د ارشاداتو له مخې بايد وشي.
نوموړي دعا کړې چې افغان وروڼه د خپلې او هېواد د ښې راتلونکي لپاره په خپلو هڅو کې بريالي شي .
بلخوا په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفير او د شاه سلمان زوى خالد بن سلمان ويلي چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه دوى د افغان سولې له پر وسې څخه بشپړ ملاتړ کوي.
هغه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، سعودي عربستان په دوامداره توګه د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې له پروسې ملاتړ کوي او د اوربند په برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دى.
د يادونې ده چې د اختر په ورځو کې افغان حکومت او طالبانو لنډ مهاله اوربند کړى و، خو له اختر وروسته افغان حکومت لس ورځې نور د اوربند اعلان وکړ، خو طالبانو انکار کړى دى.
login or register a new account.