ژبه

د ناټو مرستيال قوماندان: اوربند وښودله چې سوله ممکنه ده

کابل (پژوک، ٣١ غبرګولى ٩٧) : په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت مرستيال قوماندان وايي، د تېر اختر اوربند وښودله چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال قوماندان برېتانوي جنرال ريچارډ کرېپوېل له کابل څخه د واشنګټن خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د تېر کوچني اختر پر مهال له بريالي اوربند سره په افغانستان کې سولې ته هيله منده پيدا شوې ده.

نوموړي ددغه اوربند پر نوښت د افغان ولسمشر اشرف غني د جرئت او هڅو ستاينه وکړه .

جنرال کرېپوېل وويل، طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو له خلکو سره يو ځاى داختر په ورځو کې خوښۍ ولمانځلې چې يو بې سارى اقدام و.

ده زياته کړه : (( ډلې ډلې طالبان کابل ښار ته راغلل، چکرونه يې ووهل او ايسکريمونه يې وخوړل، دا يې ثابته کړه چې سوله ممکنه ده .

د ناټو مرستيال قوماندان د سولې لپاره پر طالبانو د نظامي فشارونو هم يادونه وکړه، خو دا يې هم په ډاګه کړه چې ددې ترڅنګ له ديپلوماتيکو لارو او ټولنيزو فشارونو هم بايد کار واخيستل شي.

د هغه په وينا، د ناټو هڅه داده چې د افغان ځواکونو وړتياوې زياتې کړې، څو هغوى په دقيقه توګه پر خپلو مخالفينو نظامي فشار زيات کړي، د خپل واک لاندې سيمې زياتې کړي او په پايله کې سياسي ثبات ته لاره هواره شي.

login or register a new account.