کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نيټه ٩٧) : له ترهګرۍ سره د مبارزې او سازمان شويو جرمونو خلاف د منځنۍ آسیا، افغانستان او روسیې ګډه ناسته تر سره شوه.
په ارګ کې د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په لومړۍ نيټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته د خپل سفر پر مهال، د افغانستان او سیمې د امنیت، ترهګرۍ سره مبارزې او سازمان شویو جرمونو د مخنیوي په موخه د افغانستان او روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا د هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان په عالي امنیتي ناسته کې برخه واخیسته.
سرچينې زياته کړې، دامنیتي سکتور د مشرانو په کچه دغه ناسته په لومړي ځل جوړه شوې وه، چې پکې د سیمې امنیتي حالات وڅیړل وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې، نشه یي توکو تولید او قاچاق همدارنګه د سازمان شویو جرمونو د منخنیو لپاره پکې د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو د پام وړ بحثونه وشول. په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او پخلاینې پر بهیر او په دې برخه کې د سیمې دهیوادونو پر فعاله ونډه او همکاریو هم خبرې وشوې.
سرچينې ويلي، د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د ټولې سیمې د امنیت او ثبات ثبات لامل کیږی، له دې امله یې د افغانستان د سولې او پخلاینې له بهیر څخه خپل بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ناستې ګډونوالو ته د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، نشه یی توکو قاچاق او سازمان شویو جرمونو د مخنیوي او همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړي وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو لخوا یې هرکلی وشو.
د ناستې برخه والو هوکړه وکړه، چې د وړاندې شویو طرحو او وړاندیزونو د پلي کیدو په موخه به کاري ګروپونه جوړیږي ترڅو د ناستې پریکړې ژر تر ژره عملي شي.
د ملي امنيت شورا وايي، چې د دې ترڅنګ افغان پلاوي پر ازبکستان سره بیره د تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان له لوړ پوړو امنیتي پلاوو سره دوه اړخیزې ليدنې او بحثونه وکړل، په دې بحثونو کې اړوندو هېوادونو د همکاریو او تعهداتو د عملي کیدو په موخه د ځانګړو ميکانیزمونو پر ایجاد هوکړه وکړه.
login or register a new account.