ژبه

ناټو : طالبان د جګړې په پرتله خبرو اترو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلى شي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نيټه ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بريا نه شي ترلاسه کولى، که د سولې خبرو اترو ته راشي، ډېرې لاسته راوړنې به ولري.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې لندن ته د سفر پر مهال د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوې جوړې شوې غونډې کې کړې دي.

هغه له بريتانيا څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې يې د ناټو د روزنې د ماموريت په چوکاټ کې يې د افغان ځواکونو په روزنه کې مهم رول لوبولى دى.

د ناټو سرمنشي د افغانستان وروستيو حالاتو په اشارې سره وويل، چې د پرمختګونو سره سره هلته اوس هم ستونزې شته دي، چې راوتل ترې اسانه کار نه دى.

سټولټنبرګ وايي، هلته تاوتريخوالى، طالبان، داعش، نور ترهګرې ډلې او فساد شته، دغه راز د حکومت کې  اصلاحاتو پر وړاندې هم ګڼ شمېر ستونزې او ننګونې شته دي.

خو هغه وويل، چې په ٢٠١٤ کال کې د ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېدو او د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، چې دا پخپله يو لوى پرمختګ دى.

د نوموړي په وينا، پخوا چې به طالبانو بريدونه وکړل، نو د ناټو ځواکونو لخوا يې دفاع وشوه، خو اوس دغه کار پخپله افغان ځواکونه  کوي.

د ناټو سرمنشي وايي، چې ځايي افغان ځواکونه له دې  امله روزل کېږي، څو هغوى پخپله  وکولى شي چې له ترهګرو سره مقابله وکړى شي.

سټولټنبرګ د افغان ولسمشر سره د اختر په ورځو کې د اوربند جرئتمندانه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل چې کم تر کمه په ١٧ کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند وشو.

خو هغه زياتوي، چې اوس هم د سولې لپاره اوږده لاره پاتې ده ، خو تېر اوربند هيله بخښونکى و  او د سولې لپاره کم تر کمه ريښتينې هڅې پيل شوې دي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې هغوى د جګړې په ميدان کې نه شي ګټلى .

سټولټنبرګ وايي،  چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع