کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ٩٧) : ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د امریکا د متحدوایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټیلېفوني مکالمه کې لومړی د امریکا د متحدوایالتونومرستیال ولسمشر د اوربند په اړه د ولسمشر غني او د افغانستان حکومت په مدبرانه ګام خوښي وښوده او وې ستایه.
د امریکا د متحدوایالتونو مرستیال ولسمشر ، د سولې له پروسې څخه د امریکا د دولت ملاتړ اعلان کړ او د اصلاحاتو په برخه کې یې پرمختګونه وستایل. هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.
په دغه ټیلفوني مکالمه کې د هېواد ولسمشر او د امریکا د متحدوایالتونو مرستیال ولسمشر ، تروریزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
ورپسې ولسمشر غني افغانستان سره د امریکا د متحدوایالتونو له مرستو او همکارۍ څخه مننه وکړه، وې ویل، د افغانستان خلک هغه نقطې او پړاو ته رسېدلي دي چې سولې ته د رسېدو په خاطر باید مهمې پرېکړې ولرو.
د امریکا د جمهوررئیس مرستیال په ټینګار سره وویل، امریکا د افغانستان حکومت له پرېکړو ملاتړ کوي.
login or register a new account.