ژبه

وېلز: امريکا چمتو ده، چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ ٩٧) : د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ويلي، چې هېواد يې غواړي دا فغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کې همکاري وکړي.

مېرمن اليس وېلز دغه څرګندونې په واشنګټن کې دامريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کميسيون ته کړې دي.

هغې زياته کړې ، امريکا غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره اسانتياوې رامنځته کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بار بار د افغان حکومت پر ځاى له امريکا سره د سولې د نېغ په نېغه خبرو غوښتنې کړې، خو امريکا رد کړې دي.

مېرمن اليس وېلزويلي : ((موږ اماده يو، چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کې همکاري وکړو، اسانتياوې برابرې کړو او پکې ګډون هم وکړو.))

د هغې په وينا، امريکا د ټولو هغو هڅو ملاتړ وکړ، چې له امله يې افغان شخړه هوارېږي او دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

د امريکا دبهرنيو چارو وزارت مرستيالې په ډاګه کړې، چې په تېرو ١٦ کلونو کې د لومړي  ځل لپاره په افغانستان کې دسولې لپاره هيله مندي زياته شوې ده.

مېرمن ويلز له طالبانو يو ځل بيا غوښتي، چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ته درناوى ولري.

login or register a new account.