ژبه

اکليل حکيمي په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سترسلاکار وټاکل شو

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٧) : د ماليې مخکنى وزير اکليل حکيمي په نړيوالو چارو کې د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.

اکليل حکيمي پرون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ويلي و چې د شخصي بوختياوو له امله له ماليې وزارت څخه يې استعفا ورکړې ده.
د ارګ په رسمي فيسبوک پاڼه کې د چنګاښ په ٦مه، ليکل شوي : (( د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکم پر بنسټ اکليل حکيمي په بين المللي چارو کې د جمهوري رياست عالي مقام د ستر سلاکار په توګه وګومارل شو. ))

بلخوا ولسمشر اشرف غني نن د کابينې په غونډه کې اکليل حکيمي ته د غازي امان الله خان دولتي مډال ورکړ.ش

login or register a new account.