کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۷) په پکتیکا ولایت کې د ځانګړو ځواکونو د صفر یک قطعې قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
دغه پيښه نن تر ماښام وروسته په شاوخوا اته نیمو بجو دکابل ښار دنهمې حوزې اړونده د دریم مکروریانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ددریم مکروریانو دفردوسي پارک کې وسله والو کسانو پر ځینو نورو کسانو ډزې کړې دي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او دیوې ښځې په ګډون درې تنه نور ژوبل شوي دي.
خو نوموړي د پيښې دقربانیانو هویت په ډاګه نه کړ.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش منلې ده، چې د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان نن تر ماښام وروسته په کابل کې وژل شوی دي.
وسله والو طالبانو دقوماندان عزیز الله دوژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
قوماندان کاروان څه موده مخکې له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې په تېرو ١٦ کلونو کې ٣٨ ځلې را باندې مرګوني بريدونه شوي، ١٣ ځلې خو يې راباندې يواځې ځانمرګي بريدونه کړي دي.))
د نوموړي په وينا، په دې موده کې ١٣ ځلې سخت ټپي شوى چې بيا په کابل کې تر درملنې وروسته یې بېرته خپله دنده پيل کړې ده.
هغه ويلي وو، چې په تېرو ١٦ کلونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ سوه ملګري وژل شوي او له زرو ډېر ملګري يې ټپيان شوي دي.
login or register a new account.