کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٧) : د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي چې د سولې لپاره افغان حکومت خپله اراده تمثيل کړه، اوس طالبان بايد د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.
برمک دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرۍ پر ضد په يوه جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې کړي دي.
په دې کنفرانس د ګڼ شمېر هېوادونو دترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ادارو مسوولينو او مشرانو برخه اخيستې وه.
برمک زياته کړه، په تېره روژه او اختر کې دافغان ولسمشر اشرف غني له خوا له کوم شرط پرته يو اړخيز اوربند کول، سولې لپاره دافغان حکومت قوي اراده څرګندوي.
هغه وايي : (( له اختره وروسته افغان حکومت د لسو نورو ورځو لپاره هم اوربند وغځاوه، اوس د طالبانو وار دى چې د سولې لپاره خپله لېوالتيا څرګند کړي.))
د افغانستان د کورنيو چارو وزير وويل،افغان حکومت په ټوله نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د هلو ځلو ملاتړ کوي.
برمک وايي : (( موږ تل ددې پيشنهاد ملاتړ کړى، چې ملګري ملتونه بايد په دې برخه کې مرکزي رول ولوبوي.))
login or register a new account.