ژبه

داسلام اباد په غير حکومتي کنفرانس کې پر افغان سولې خبرې وشوې

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٧) د افغان سولې د يوه غير حکومت کنفرانس ګډونوالو پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.

دغه دوه ورځنى کنفرانس پرون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ( د سولې سيمه ييز انسټيټيوټ له خوا د ډنمارک د شاهي دفاعي کالج په همکارۍ جوړ شوى و چې په کې د افغانستان، پاکستان او ډنمارک استازو ګډون کړى وو.

له افغانستان څخه په دې کنفرانس کې د سولې عالي شورا مرستيالې حبيبه سرابي، د افغان ملت ګوند مشر ډاکتر انوار الحق احدي، د ملي ثبات ټولنې مشر ضياء الحق امرخېل، د ولسي جرګې غړې  هيله ارشاد او مدني فعال انتظار  خادم ګډون کړى وو.

دکنفرانس افغان ګډونوال انتظار خادم د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کنفرانس کې له پاکستان څخه هم پخوانيو ديپلوماتانو، د ملي شورا غړو، سياستوالو او مدني فعالانو او د ډنمارک سفير برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، په ځانګړې توګه د پاکستان د ملي امنيت پخواني سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کنفرانس ته وينا وکړه او د افغانستان په اړه يې د خپل هېواد د ځېنو تېروتنو يادونه وکړه.

د نوموړي په وينا، جنجوعه په ډاګه کړه، کومې ښېګڼې او احسانات چې پاکستان د افغان کډوالو د شتون پر مهال کړي وو، د ناسمو حکومتي تګلارو له امله اوس همدغه افغانان د پاکستان خلاف شول.

خادم وايي چې د کنفرانس افغان او پاکستانيو ګډونوالو پر يو بل د تورونو پورې کولو پر ځاى د شخړې پر سوله ييزې هوارۍ ټينګار کاوه .

ده زياته کړه، پاکستانيو ويناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سوله په اصل کې د پاکستان سوله ده او جګړه پر دواړو هېوادونو منفي اغېزې لري.

دى وايي: (( د لومړي ځل لپاره په دا ډول کنفرانس کې د همکارۍ روحيه ډېره ليدل کېده چې په پخوانيو کنفرانسونو کې نه وه. ))

هغه زياته کړه،د کنفرانس ځېنو ګډونوالو له امريکا وغوښتل چې که رښتيا د افغان شخړې هوارول غواړي، نو له افغان طالبانو سره دې د سولې نېغ په نېغه خبره وکړي.

خو خادم وويل،د کنفرانس په اعلاميه کې ددې يادونه نه ده شوې.

په اعلاميه کې راغلي، د افغانستان او پاکستان استخباراتي او نظامي ادارو ترمنځ دې اړېکې او همکارۍ زياتې شي.

login or register a new account.