کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): وسله والو طالبانو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى او لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون مطبوعاتي سلاکار حشمت الله ستانکزي د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه يوه بجه د سروبي ولسوالۍ د نغلو په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د وژل شوو او ټپيانو کره شمېر ورته نه و معلوم.
خو نورو امنيتي سرچينو ويلي چې په دې پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي، څلور ټپیان دي او ځیني د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
ستانکزى وايي چې له يادې پېښې وروسته نن سهار د کابل امنيه قوماندان داوود امين په خپله سيمې ته ولاړ او د يادې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د نغلو برېښنا بند د پوليسو پر پوستې بريد کړى او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى؛ طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې ٦ پوليس وژل شوي، پنځه ټپيان دي او د هغوى وسلې او مهمات هم وړل شوي دي.
login or register a new account.