کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سولې او دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي.
زاخېلوال د چنګاښ په ١٣مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.
هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې یې له نوموړي سره پر مهمو کليدي موضوعاتو په تفصيل خبرې وکړې.
د زاخېلوال په وينا، دغه راز په دې ليدنه کې پر افغان سولې، د تاوتريخوالي پر کمولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د عمل پلان پر بشپړ پلي کېدو هم بحث وشو.
د يادونې ده، څو اوونۍ مخکې په کابل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د عمل پلان پر پلي کېدو او پر اوو اصولو موافقه شوې ده.
زاخېلوال په داسې حال کې د پاکستان د پوځ له مشر سره ليدلي چې د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس ويلس له افغان چارواکو سره تر ليدنې وروسته پرون د پاکستان د پوځ له مشر سره هم ليدلي دي.
login or register a new account.