ژبه

ولسمشر غني: په جلال اباد کې د سيکانو د وژلو عاملين به مجازات کړو

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧): ولسمشر اشرف غني په کابل کې د اهل هنودو مذهبي ځاى ته ولاړ او له دوى سره يې غمشريکي وکړه.

څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د ١٧ سيکانو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي وو.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې ولسمشر اشرف غني، تېره شپه ماخوستن مهال د کابل په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ ترهګريزې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره چې غمشریکي وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دغو مراسمو کې لومړی ثوریال سِنګ د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهور ريیس له غمشریکۍ څخه مننه وکړه.  

ولسمشر د هېواد د سکانو او هندوانو ویرځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ وویل، دا پېښه یوه فاجعه وه او حکومت به یې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین به يې مجازات کړي.

هغه د دې ترڅنګ چې هندوان او سکان هېوادوال د افغانستان ویاړ وبلل وویل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي.

د دې مراسمو په پای کې د هېواد د ولسمشر په حضور کې نرندر سِنګ د هندوانو او سکانو د نوي استازي په توګه معرفي شو.

login or register a new account.