ژبه

ازبکستان غواړي د افغانستان سوله کې مهم رول ولوبوي

کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د ملي امنيت سلاکار د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې په  افغان سوله کې د دغه هېواد د رول او ونډې د پراختيا غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیر کاملوف په مشرۍ لوړ پوړى پلاوى نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، نوموړي نن له غرمې مخکې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره وليدل او پر بېلا بېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.

په دغه پلاوي کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی، د نړیوالې سوداګرۍ وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي مسوولين شامل دي.

حنيف اتمر دوى ته د هرکلي تر څنګ د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي بهبود په برخه کې د نوموړي هېواد له همکاریو او نوښتونو قدرداني وکړه.

هغه زياته کړه، د افغانستان د کړکېچ لپاره د سوله ییزو حل لارو په موندلو کې د ازبکستان همکاري خورا اهمیت لري او په دې برخه کې یې د نوموړي هېواد د ونډې د پراختیا غوښتنه وکړه.

د نوموړي په وينا، د سیمه ییزو همکاریو، امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ازبکستان د سیمې په کچه کامل باور او افغانستان له نوموړي هېواد سره د خپلو سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د دوام او پراختیا لپاره پوره چمتووالی لري.

د ملي امنيت سلاکار په ځانګړې توګه د تاشکند کنفرانس جوړېدل د سولې او سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله او د دغه کنفرانس په ترڅ کې د نیول شوو تصمیمونو او هوکړو پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وویل چې هېواد يې د افغانستان سولې په بهیر کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د سولې لپاره یې د خپل هېواد د سیاسي مشرتابه له هڅو څخه افغان لوري ته معلومات ورکړل.

کاملوف په سیمه ييزو همکاریو او اړیکو کې په لوړه کچه د افغانستان پر داخلېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په سیمه ییزو موضوعاتو او پرېکړو کې به د افغانستان له قوي حضور څخه ملاتړ وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان غوره نوښت او دا يې په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره مهم پیل وباله.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې دواړو لورو په نړیواله کچه د افغانستان او سیمې په اړه پر کېدونکو بحثونو هم خبرې وکړې او د ځینو نظریو د عملي کېدو په برخه کې هوکړې ته ورسېدل.

login or register a new account.