ژبه

شنونکي: د ناټو سرمشريزه د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷ ): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د ناټو سرمشريزه په ډېر مهم وخت کې جوړېږي او د افغانستان لپاره یې ارزښت ارزښت ډېر دی.

ټاکل شوې ده د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان او متحدينو سرمشريزه غونډه د راتلونکې چهارشنبې ورځ (د چنګاښ ۲۱مه او ۲۲مه ) ترسره شي.

په دې غونډه کې چې افغانستان يې د اجنډا مهمه برخه ده، د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ يو پلاوى هم ګډون کوي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي دفتر پخوانی سلاکار او د سياسي چارو کارپوه شفيق همدم وايي چې د ناټو سرمشريزه نه يواځې دا چې د ناټو لپاره تر ټولو مهمه ناسته ده، بلکې د افغانستان لپاره يوه حياتي ناسته بلل کېږي.

هغه د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غونډه ځکه مهمه ده چې د ناټو غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه امريکا به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو لپاره په کې تر ۲۰۲۴ کال پورې خپلې مالي ژمنې تازه کړي.

د همدم په وینا، د دې تر څنګ بله موضوع د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو بحث دی.

ده زياته کړه: ((تمه لرم چې ناټو به د سولې د ملاتړ تر څنګ د خپلو ځواکونو د حضور او څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړي.

هغه وایي، په دې ناسته کې به د ولسمشر غني او اجرائیه ‌رییس ګډون سمبولیک نه وي، بلکې دوی به هڅه وکړي چې په دوه او څو اړخیزو ناستو کې د ناټو غړو هېوادونو مالي مرستې جذب کړي.

همدم زياتوي، جالبه دا ده چی له دې ناستې يو مياشت وروسته به د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د سراتيژۍ کليزه وي او امريکايان به يې ارزونه هم کوي.

د سياسي او نړيوالو چارو کارپوه انتظار خادم بيا وايي چې دا سرمشريزه په ډېر مهم او حياتي وخت کې جوړېږي چې له پخوانيو ناستو او غونډو سره به توپير ولري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا د ناټو په کنفرانسونو او سرمشريزو غونډو کې پر جنګ خبرې کېدې، خو دغه ځل به د جنګ په نسبت ډېر پر سولې خبرې وشي.

خادم وايي، پخوا د محتوا له مخې دغه بحثونه کېدل چې جګړه څه ډول تنظيم او رهبري شي او تېر کال ولسمشر ټرمپ هم دې موضوع ته اشاره کړې وه.

خو نوموړى زياتوي چې له نېکه مرغه دغه ځل د ناټو ناسته له پخوانيو سره توپير لري، دغه ځل د جګړې پر ځاى پر سولې بحثونه کېږي چې د افغانانو لپاره هيله بښونکى دى.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ به نړيوال د افغانستان له حکومت او ملي ځواکونو سره پر اوږود مهاله همکاريو او مالي ملاتړ هم پرېکړې وکړي.

ده زياته کړه: ((مهمه مسئله دا ده چې په دې غونډه کې که نړيواله ټولنه پر امريکا فشار راوړي، څو له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو ته حاضره شي، نو د افغان شخړې د هواري لپاره چانسونه زياتېږي.))

د خادم په وينا، بحث اجنډا به سوله وي چې دا په خپله د افغانستان لپاره د ارزښت وړ
خبره ده، د دې تر څنګ د اوږودمهال ملاتړ هم مهم دی.

دى وايي چې په دې سرمشريزه کې بايد د پاکستان لپاره يوه تګلاره جوړه شي، څو په افغان سوله کې رول لوبولو ته اړ کړل شي.

د نوموړې په وينا: ((د غونډې ګډونوال بايد پر طالبانو هم د سولې غږ وکړي او زه يې پايلو ته خوشبينه يم.))

د سياسي چارو کارپوه او د سولې فعال مشتاق رحيم بيا وايي، د ناټو سرمشریزه په داسې يو اساسي وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره فوق العاده هلې ځلې پيل کړې دي او څرک ليدل کېږي چې د سولې په برخه کې به پرمختګ وشي.

د هغه په وينا، د ناټو یاده ناسته په دې وخت کې ځکه مهمه ده چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په شخړه کې فعاله ونډه لري او د سولې له بهیره به ملاتړ هم اعلان کړي.

دى وايي، افغان حکومت له يو لړ کورنيو ننګونو سره مخ دی، په داسې وخت کې د ناټو د غړو هېوادونو ملاتړ جلبول به بې ګټې نه وي.

د سياسي چارو بل کارپوه جاوېد غفور هم وايي چې دا ناسته په ډېر مهم وخت کې جوړېږي؛ له یوې خوا د سولې خبرې ګرمې دي او بلخوا په دې برخه کې نړيواله اجماع هم رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د سولې له پروسې څخه د ناټو او متحدينو ملاتړ سره به دا پروسه نوره هم ګړندۍ شي او په نړيواله کچه به افغان حکومت د سولې په برخه کې ملاتړ ترلاسه کړي.

غفور وايي چې په عين وخت کې په سعودي کې د علماوو کنفرانس هم جوړېږي چې هغوى به هم د سولې غږ پورته کوي او په يو وخت کې د ناټو او علماوو له خوا د سولې په ملاتړ سره به په خپله پر طالبانو او پاکستان فشار راوړل شي چې د سولې لار غوره کړي.

دى وايي، بله مهمه مسئله دا ده چې په نږدې ورځو کې د افغانستان له خوا اوربند هم اعلان شوى و چې دا په خپله د سولې لپاره د افغان حکومت اراده څرګندوي.

دا چې افغان لورى به ياد کنفرانس ته څه وړاندې کوي، غفور وايي چې دوی به د اصلاحاتو ډاډ ورکوي، او په کورنیو او دفاع وزارتونه کې د پیل شوو اصلاحاتو په اړه نړیوالو ته قناعت ورکړي.