ژبه

ناټو: د افغان ولسمشر د سولې د هڅو او اصلاحاتو ملاتړ کوو

بروکسل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۷) : د ناټو سرمنشي وایي چې دوی  د افغان ولسمشر د سولې او اصلاحاتو له پروسو څخه کلک ملاتړ کوي.

سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۱۹مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان او متحدینو تر سرمشریزې غونډې مخکې په خبري کنفرانس کې وکړې.

تمه ده چې د ناټو او متحدینو دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه سبا په بروکسل کې پیل شي چې د شاوخوا ۴۲ هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران په کې ګډون کوي.

دغه راز په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني او اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کوي او د غونډې دویمه ورځ افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

د ناټو سرمنشي وویل، د غونډې په دویمه ورځ به دوی له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت وارزوي.

هغه زیاته کړه، دوی په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ادامې، د افغان سولې پروسې پر ملاتړ او له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو پر مالي ملاتړ خبرې کوي.

سټولټنبرګ په سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو د کنفرانس په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هرې پروسې ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه: ((موږ د همدې لپاره په افغانستان کې پاتې کېږو، څو پر طالبانو نظامي فشار راوړو او د سولې خبرو اترو ته یې حاضر کړو.))

د هغه په وینا، د دوی ماموریت د افغان ځواکونو روزنه ده، څو دوی ښه پیاوړي شي او پرې نږدي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي  دغه راز وویل چې د اصلاحاتو په اړه د افغانستان د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د اصلاحاتو ملاتړ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع