کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټورونو د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ لس هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه تفاهملیکونه د «سوداګریز اتصال» غونډې او د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټور غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په څنډه کې د دغه وزارت د مالي او اداري چارو د معین مولوي شهابالدین ثاقب او د اوزبېکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف په حضور کې لاسلیک شول.
مولوي شهابالدین ثاقب افغانستان ته د اوزبېکستاني چارواکو او اوزبېکستان ته د افغان چارواکو سفرونو ته په اشاره ویلي، دغه سفرونه د دواړو لورو ترمنځ د رغنده تعاملاتو او اقتصادي همکاریو د پراختیا څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان ته د اوزبېکستان جمهوریت د والیانو د سفرونو پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت ډېرې هوکړې لاسلیک شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه هم لوړه شوې ده.»
نوموړي د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټورونو رول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې مهم بللی دی.
د یادونې ده، د اوزبېکستان جمهوریت د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د مولوي شهابالدین ثاقب او امانبای اورینبایوف له خوا په مزارشریف ښار کې پرانیستل شو.