بروکسل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۷) : دنجات ایتلاف د ناټو سرمشریزې غونډې ته په استول شوي پرانيستي لیک کې دافغانستان پر حکومت او ولسمشر نیوکې کړې دي.
د ناټو سرمشریزې دوه ورځنۍ غونډه سبا د بلجیم په پلازمېنه کې پیلیږي او په دویمه ورځ یې دافغانستان په اړه بحث کیږي.
ولسمشر اشرف غني او اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کې ګډون کوي.
په مزار شریف کې د نجات ایتلاف له خوا د ناټو سرمشریزې غونډې ته په دري ژبه یو پرانيستی لیک استول شوی، چې په پای کې یې دبلخ پخواني والي اودجمعیت اسلامي ددرالانشاء رییس عطا محمد نور، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او داجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق لاسلیکونه کړي دي.
په دې لیک کې راغلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر نسکورېدو او القاعدې له منځه وړلو وروسته افغانستان په یوه نوې مرحله کې وراد شو او دافغانستان ټولو قومونو هیله لرله، چې سوکالي به رامنځته شي.
سرچینې زیاته کړې چې دطالبانو د واکمنۍ په نسکورولو کې ددې ایتلاف غړوګوندونو فعاله ونډه لرله او په ۱۷ کلونو کې یې ددیموکراسۍ په پلي کولو، بشري حقوقو، ټولنیز عدالت او ثبات رمنځته کولو کې یې رغنده رول لوبولی دی.
په لیک کې راغلي : (( خو په دې وروستیو کې مرکزي ادارې او په ځانګړې توګه ولسمشر اشرف غني هڅه کړې، چې یوه خاصه قومي حلقه پر نورو قومونو وتپي او یوځل بیا یې دافغانستان پخوانیو ترخو تجربو ته یې لاره هواره کړې ده.))
ناټو ته د ایتلاف نجات په لیک کې زیاته شوې، ولسمشر غني او حکومت یې د سولې پروسې له لارې چې د خلکو مهمه اړتیا ده، هڅه کړې چې ځینو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره کړي، چې پر ځینو سیمو واکمن شي .
په لیک کې راغلي، چې د حکومت په دستګاه کې ځینې (فاشیستي) حلقې پر شخصیتونو، قومي مشرانو، د قانون د حاکمیت په بهانه بریدونه کوي،هغوی ګواښي، دوسیې ورته جوړوي او له دې سره د قومونو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کوي.
په دغه لیک کې ایتلاف خپلو نړیوالو ملګروته ویلي: (( موږ ستاسو دقربانیو اوهمکاریو قدرداني کوو، خو وېره لرو، چې تاسو دافغانستان د حکومت دې وروستیو ناوړه کړنو کې شریک نه شئ، ځکه چې حکومت ستاسو د خلکو دمالیې په پيسو او ستاسو دځواکونو پر مټ زموږ پر وړاندې د جرمونو مرتکب کیږي.))
دایتلاف نجات ډلې په دغه لیک کې دافغانستان د حکومت پر وروستیو ځینو فعالیتونو او کړنو اندېښنه څرګنده کړې، او ویلي يې دي چې دوی په نړیوالو کنفرانسونو کې د قانون د حاکمیت تر نامه لاندې دروغجنې خبرې کوي.
دوی زیاته کړې، چې د حکومت د همدې ناوړه کړنو له امله دخلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شوی دی.
login or register a new account.