کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷) : په افغانستان کې میشتوامریکایي ځواکونو ویلي، چې په ختیځ کې یې یو سرتیری وژل شوی دی.
په کابل کې د جنګاښ په ۲۱مه، ددغوځواکونو لخوا پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتیری یې نن دافغانستان په ختیځ کې د یوې نښتې پر مهال ټپي شوی و.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه سرتیري وروستو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې یو شمیر افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن