ژبه

د ناټو اعلامیه: پاکستان، ایران او روسیه دې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي

بروکسل (پژواک، ۲١ چنګاښ ۹۷): ناټو سازمان د خپلې سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې له ایران، پاکستان او روسیې غوښتي چې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د لومړۍ ورځې له مهمې ناستې وروسته خپره شوه.

دغه اعلامیه ۶۵ مادې لري چې په ۵۳ مه ماده کې يې د افغانستان په اړه څرګندونې شوې دي.

په دې ماده کې راغلي چې ناټو په افغانستان کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره ژمن دی، په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت په ښه ډول روان دی او ښې لاسته راوړنې لري.

د ناټو د اعلامیې په دې ماده کې زیاته شوې، لکه څنګه چې افغان حکومت د سولې او ملي پخلاینې لپاره هلې ځلې کوي، ناټو به تر ۲۰۲۴ کال پوره د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه  ورکوي.

ناټو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغان سولې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

یاد سازمان پر دغو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته، د سولې له پروسې او اقتصادي پرمختګونو یې هم ملاتړ وکړي.

دغه سازمان په ځانګړې توګه له پاکستان، ایران او روسیې وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې ده سبا د دې ناستې په دویمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړی بحث وشي.

ورته موضوع