ژبه

عبدالله: په افغانستان کې څوک له سولې سره مخالفت نه لري

بروکسل (پژواک، ۲۱چنګاښ ۹۷): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې په افغانستان کې به داسې څوک نه وي  چې دسولې له پروسې سره مخالفت ولري.

ډاکټر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دسرمشریزې غونډې په څنډه کې د پژواک په ګډون دافغان  رسنیو له استازو سره د یوه ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته د خپلو دوامداره مرستو ډاډ ورکړ او ټولو په یوه خپله تر۲۰۲۴ کاله پورې له افغانستان سره د مالي او نظامي همکاریو ژمنې وکړې.

ده وویل،دوه کاله مخکې د وارسا په سرمشریزه غونډه کې ناټو له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د سیاسي او پوځي همکاریو اعلان کړی و.

اجراییوي رییس وایي، نویو ژمنو سره به د افغانستان ځمکني او هوایي ځواکونه نور هم پیاوړي شي او افغانستان به له دې فرصتونو څخه اعظمي استفاده کوي.

اجراییه رییس وویل چې د ناټو ترمنځ به پر ځینو مسایلو اختلافات وي، خو د افغانستان په اړه د دوی ترمنځ کومه ستونزه نشته او ټول په یوه خوله د افغانستان په اړه پرېکړې کیږي.

نوموړى د سولې پروسې په اړه وایي،په افغانستان کې به داسې څوک نه وي چې دسولې له پروسې سره مخالفت ولري.

ډاکټرعبدالله زیاته کړه، دافغانستان خلک به ډېر ژر د سولې په اړه خپلو هیلو ته ورسېږي.

دی وایي، افغانستان د داخلي عوایدو لوړولو سره هڅه کړې ده چې په ښه توګه ونډه ادا کړي.

داجراییه رییس په وینا، ددې ترڅنګ افغان ځواکونو ټولې امنیتي چارې پر غاړه اخیستي او په ډېره ښه توګه په خپله جګړه رهبري کوي، خو په دې برخه کې یې لوړې قربانۍ هم ورکړې دي.

هغه د ټاکنو د روڼوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، حکومت په دې اړه ژمن دی چې کمېسیونونه به خپلواکي ولري.

خو هغه زیاته کړه چې د ټاکنو نورې چارې د کمېسیون پورې اړه لري او هغوی په دې وروستیو کې فعاله شوي او کارونه یې په ښه توګه پرمخ روان دي.

login or register a new account.