ژبه

ناټو: افغان شخړه یوازې د سیاسي جوړجاړي له لارې هوارېدای شي

بروکسل (پژواک، ۲١ چنګاښ ۹۷): د ناټو سرمنشي وایي، افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، خو طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې بریا نه شي ترلاسه کولی نو باید د خبرو اترو لاره خپله کړي.

د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۲۰مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان د سرمشریزې د لومړۍ ورځې غونډې په پای کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

هغه د افغانستان په اړه وویل چې ناټو له خپل پلان سره سم روانه ده، په ۲۰۱۴ کال کې یې د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاره او اوس د هغوی د روزنې ماموریت پر مخ بیايي.

 نوموړي زیاته کړه: ((اوسنی ماموریت له پخواني سره ډېر توپیرلري، پخوا موږ له سل زرو ځواکونو سره لوی جګړه ییز ماموریت پر مخ ووړ، خو اوس جګړه افغان ځواکونه کوي او موږ ورسره همکاري کوو.))

د ناټو سرمنشي وایي، د افغانستان حالات اسانه نه دي،  هلته اوس هم تاوتریخوالی شته، ترهګري شته، غیر یقیني حالات دي، نورې ننګونې هم ډېرې دي.

خو هغه زیاتوي، له دې ټولو سره سره لاسته راوړنې او پرمختګونه هم شته دي، یو ژمن او پیاوړی افغان ځواک رامنځته شوی، هغوی اوس د دې وړتیا لري چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونو ته ښه ځواب ورکړي.

سټولټنبرګ وویل چې ناټو د افغانستان هوایي ځواک د پیاوړي کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

ده زیاته کړه چې سبا ته له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه له افغانستان سره د نوروهمکاریو په اړه خبرې کېږي.

د ناټو سرمنشي وایي، په افغانستان کې د دوی د شتون موخه دا ده چې پر طالبانو باندې فشار راوړل شي، څو د سولې خبرو ته اماده شي او د دې هڅو له امله سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره شي.

د هغه په وینا، افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، خو طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې بریا نه شي ترلاسه کولی نو باید د خبرو اترو لاره خپله کړي.

ده زیاته کړه: ((په افغانستان کې زموږ شتون طالبانو ته همدا پیغام ورکوي چې د جګړې له لارې بریا نه شي ترلاسه کولی.))

ټاکل شوې ده چې سبا د دې ناستې په دویمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړی بحث وشي.

ورته موضوع