کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧) : له ترکيې څخه هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم راتګ څو ورځې ځنډېدلى دى.
جنرال دوستم چې له تېر يوه کال راهيسې په ترکيه کې د تبعيد ژوند تېروي، د ځينو سرچينو په وينا، ټاکل شوې وه چې سبا د دوشنبې په ورځ هېواد ته را ستون شي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش چې تېره اوونۍ ترکيې ته تللى و، له دوستم سره يې د بېرته راتګ په اړه خبرې کړې وې .
د حکومت يوې باوري سرچينې د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوستم سره خبرې دوام لري، خو تر اوسه پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
سرچينې وويل،سبا ددوشنبې په ورځ د دوستم د بېرته راتګ امکان نشته، خو تر خبرو اترو وروسته به د راتلونکې جمعې په ورځ يا له هغې يوه دوه ورځې وروسته راشي.
سرچينه وايي، حکومتي پلاوى له جنرال دوستم سره د هغه د راتګ پر پلان کار کوي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني هم نن په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل، ډېر امکان شته چې دوستم هېواد ته راستون شي.
هغه زياته کړه،دوستم په څارنوالۍ کې قضيه لري او حکومت له څارنوالۍ سره دا موضوع څېړي.
د يادونې ده چې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم څو ورځې مخکې ويلي و چې د دوستم له راتګ سره مخالفت نه لري.
login or register a new account.