ژبه

همايون قومي د ماليې وزير ټاکل شوی

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي د ماليې وزير په توګه  معرفى شوی دی.

د ماليې پخوانى وزير اکليل حکيمي تېره مياشت د شخصي بوختياوو له امله استعفا ورکړه خو وروسته د ولسمشر ځانګړى استازى او سلاکار وټاکل شو.

د ارګ يوې سرچينې د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي د ماليې وزير په توګه معرفي شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستو لپاره معرفي شي.

login or register a new account.