ژبه

په جلرېز ولسوالۍ کې دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال مارټين ډونيل د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه وړمه ورځ د ميدان وردګو ولايت د جلرېز ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړه چې د افغان او امريکايي ځواکونو پر ګډې ګزمې له يوې ودانۍ څخه چې ويل کېده پخوا په کې ښوونځى و، درې وسله والو د سنايپر ټوپک په وسيله ډزې کړې وې او دوه امريکايي سرتېري يې ټپيان کړي وو.

 د امريکايي ځواکونو وياند وويل چې دوى له ځانه د دفاع په موخه پر يادې ودانۍ بريد کړى چې کېداى شي ويجاړه شوې وي.

بلخوا د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې وسله والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د زيولات په سيمه کې د کرنې لېسې له ودانۍ څخه پر امريکايي ځواکونو ډزې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په ياد بريد کې دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي او په ځوابي بريد کې د يادې ودانۍ يوه برخه ړنګه شوې او وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

منګل وايي، په دغه بريد کې ملکي وګړو يا زده کوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک هم په فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د کرنې ياده لېسه تېر کال په ډېره بوديجه جوړه شوې او اوس په هوايي بمبار کې ړنګه شوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.