ژبه

طالبانو په ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو نه کولو په اړه د نيويارک ټايمز راپور رد کړ

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): وسله والو طالبانو په ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو نه کولو په اړه د نيويارک ټايمز راپور رد کړی دی.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز پرون د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې خبر ورکړى و چې ګواکې له اوربند را وروسته يې په ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو لړۍ درولې ده.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نيويارک ټايمز سره داسې کومه خبره نه ده شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د نيويارک ټايمز خبریال پوښتنه وکړه چې ولې له کوچني اختر څخه وروسته په کابل يا بل کوم ښار کې لوی ځانمرګي بريدونه نه دي شوي، په ځواب کې وويل شول چې په ښارونو کې عملیات وخت نيسي، دوى خورا احتياط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډېر دقت سره په نښه شي، څو ملکي خلکوته زیان ونه رسېږي.))

مجاهد زياته کړې ده، په ښارونو کې عملیات کول یو څه وخت ته اړتيا لري، په تلوار سره نه شي ترسره کېدلی او وايي چې د اهدافو په تشخيص سره به عمليات ترسره شي.

طالبانو ويلي چې له دغو څرګندونو د نيويارک ټايمز خبريالانو ناسم تعبير اخيستى او يا يې قصداً د خبرو د تحريف هڅه کړې ده.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په راپور کې د طالبانو د ویاند ذبيح الله مجاهد له خولې ويل شوي چې وسله والو ته يې امر کړی څو په هغو سیمو کې ځانمرګي بريدونه ونه کړي چې د ملکیانو د وژل کېدو خطر موجود وي.

مجاهد په دې مرکه کې زياته کړې چې د اختر له اوربند وروسته يې په کابل کې ځانمرګي بريدونه نه دي کړي؛ ځکه چې له مشرانو ورته دا ډول امر شوى.

د نيويارک ټايمز په راپور کې د ولسمشر د مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي له خولې هم ليکل شوي چې له کوچني اختر وروسته د طالبانو په فعاليتونو کې بدلون احساسېږي.

هغه زياته کړې چې په ښارونو کې بريدونه کم شوي، خو لا بشپړ ختم شوي نه دي.

login or register a new account.